کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند کې وسله‌وال برید؛ نهو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هندی رسنیو د راپورنو له مخې، د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې له وسله‌والو سره په نښته کې څلور پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د راپورنو له مخې، پېښه د دوشنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو د جمو ایالت د دودا سیمه کې د تلاشۍ عملیات کول. ورته مهال ډهلي پر اسلام‌اباد تور پورې کوي چې وسل…

2024-07-15 22:36 115۱ دقیقې لوستل
هند کې وسله‌وال برید؛ نهو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هندی رسنیو د راپورنو له مخې، د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې له وسله‌والو سره په نښته کې څلور پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د راپورنو له مخې، پېښه د دوشنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو د جمو ایالت د دودا سیمه کې د تلاشۍ عملیات کول.

ورته مهال ډهلي پر اسلام‌اباد تور پورې کوي چې وسله‌والو ته پناه ورکوي او په سيمه کې سوله ګډوډوي؛ خو پاکستان دا تور ردوي.

د برید پړه د کشمیر ټایګرز ډلې پر غاړه اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د جون له میاشتي راهیسې په دې سیمه کې لږ تر لږه اته بریدونه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب