کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

وارنر له نړۍوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه

د استراليا کرکټ ټیم توپوهونکي لوبغاړي ډيويډ وارنر له نړۍال کرکټ وروسته له هغه استعفا اعلان کړه چې سږ اسټراليا ونه توانېده نيمه پای لوبې ته ووځي.   افغانستان نن بنګلاديش ته په ماتې ورکولو سره نيمه پای لوبې ته د اسټراليا مخه ونيوله او خپله نيمه پای لوبې ته ووتل.   وارنر د اسټراليا لپاره پنځلس کاله کرکټ وکړ او خ…

2024-06-25 05:57 1,228۱ دقیقې لوستل
وارنر له نړۍوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه

د استراليا کرکټ ټیم توپوهونکي لوبغاړي ډيويډ وارنر له نړۍال کرکټ وروسته له هغه استعفا اعلان کړه چې سږ اسټراليا ونه توانېده نيمه پای لوبې ته ووځي.

 

افغانستان نن بنګلاديش ته په ماتې ورکولو سره نيمه پای لوبې ته د اسټراليا مخه ونيوله او خپله نيمه پای لوبې ته ووتل.

 

وارنر د اسټراليا لپاره پنځلس کاله کرکټ وکړ او خپله وروستۍ لوبه يې د هند خلاف ترسره کړه.

 

۳۷ کلن وارنر په خپل لوبيز ژوند کې په ۱۶۱ يو ورځنيو لوبو کې ۶۹۳۲ منډې، په ۱۱۲ ټسټ لوبو کې ۸۷۸۶ منډې او په ۱۱۰ شل اوريزو لوبو کې ۳۲۷۷ منډې ترسره کړې.

 

نوموړي په ملي لوبو سربېره په ګڼو نړۍوالو ليګونو کې هم لوبې ترسره کړې وې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب