کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

واسیلي نبنزیا: پر ایران د امریکا او اسرا... بری.دونه د نړۍوالې ټولنې بشپړ سپکاوی دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د روسیې ځانګړي استازي واسیلي نبنزیا ویلي چې دامریکا او اسرا...یلو له نړۍوالې ټولنې بشپړ سپکاوی دی. نبنزیا ویلي «موږ د امریکا دا غیرمسؤلانه او پاروونکی اقدام چې د ایران پر ضد یې ترسره کړی، په کلکه غندو.» نوموړي په دغه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د امنیت شورا یو شمېر غ…

2025-06-23 02:07 150۱ دقیقې لوستل
واسیلي نبنزیا: پر ایران د امریکا او اسرا... بری.دونه د نړۍوالې ټولنې بشپړ سپکاوی دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د روسیې ځانګړي استازي واسیلي نبنزیا ویلي چې دامریکا او اسرا...یلو له نړۍوالې ټولنې بشپړ سپکاوی دی.

نبنزیا ویلي «موږ د امریکا دا غیرمسؤلانه او پاروونکی اقدام چې د ایران پر ضد یې ترسره کړی، په کلکه غندو.»

نوموړي په دغه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د امنیت شورا یو شمېر غړي هېوادونه پر ایران د امریکا د بر.یدونو د غندلو جرات نشي کولي.

هغه پخپلو خبرو کې ویلي چې امریکا د ډیپلوماسۍ اړیکو ته هیڅ رقم ارزښت نه ورکوي.

واسیلي نبنزیا زیاته کړې چې «اسرائیل تر اوسه د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون (NPT) سره نه دی یوځای شوی، پداسې حال کې چې ایران د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس تر سختو څارنو لاندې دی.»

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب