خبرياله: نازو عمري
امریکایي چارواکو اعلان کړی، چې افغانستان او یمن به د هغو دوه میلیاردو ډالرو له بشري مرستو هېڅ برخه ترلاسه نه کړي، چې امریکا یې د ملګرو ملتونو د مرستو پروګرامونو لپاره ژمنه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جرمي لیون ویلي، ادعا کړې چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو په مرستو کې لاسوهنه کوي، نو له همدې امله افغانستان سره بشري مرستې نهکوي.
نوموړي دغه څرګندونې، د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو له مشر ټام فلیچر سره په ګډ بیان کې کړي دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو د بشري مرستو بودیجه هم ورځ تر بلې کمه شوې ده.




