کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

واشنګټن پوسټ: سعودي کې د ايران بريدونو له امله د امریکا د سون توکو لېږدونکې الوتکې ويجاړې شوي

 د واشنګتن پوست د راپور پر اساس د ایران هغه برید چې په سعودي عربستان کې د «امیر سلطان» په پوځي اډه شوی، لږ تر لږه د امریکا دوه د سون‌توکو رسولو الوتکې ويجاړي شوې دي. په راپور کې راغلي، چې د ایران دا برید ښيي، د امریکا او اسراییلو د جګړې له څلورو اوونیو وروسته هم، ایران لا هم داسې قوي پوځي زېرمه لر…

2026-03-28 00:00 187۱ دقیقې لوستل
واشنګټن پوسټ: سعودي کې د ايران بريدونو له امله د امریکا د سون توکو لېږدونکې الوتکې ويجاړې شوي

 د واشنګتن پوست د راپور پر اساس د ایران هغه برید چې په سعودي عربستان کې د «امیر سلطان» په پوځي اډه شوی، لږ تر لږه د امریکا دوه د سون‌توکو رسولو الوتکې ويجاړي شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د ایران دا برید ښيي، د امریکا او اسراییلو د جګړې له څلورو اوونیو وروسته هم، ایران لا هم داسې قوي پوځي زېرمه لري چې د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې بریدونه ترسره کولی شي.

 د واشنګتن پوست د معلوماتو له مخی ، چې په منځني ختیځ کې مېشت امریکايي ځواکونه ځینې وخت د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د بریدونو پر وړاندې د خپلو سرتېرو د کافي ساتنې په برابرولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب