کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

والټز: مونږ د وینزویلا ولسمشر نه بلکي یو قاچاقبر نېولی

 خبريال: فرمان الله زبيرزی   په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز  امنیت شورا په غونډه کې ویلي، نیکولاس مادورو یوازې یو محکوم د نشه‌یي توکو قاچاقبر نه دی؛ بلکې هغه یو نامشروع ولسمشر او د وینزویلا  قانوني مشر نه و.  والټز زیاتوي، چې مادورو او د هغه نږدې ملګرو د کلونو لپاره د و…

2026-01-06 11:41 122۱ دقیقې لوستل
والټز: مونږ د وینزویلا ولسمشر نه بلکي یو قاچاقبر نېولی

 خبريال: فرمان الله زبيرزی 

 په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز  امنیت شورا په غونډه کې ویلي، نیکولاس مادورو یوازې یو محکوم د نشه‌یي توکو قاچاقبر نه دی؛ بلکې هغه یو نامشروع ولسمشر او د وینزویلا  قانوني مشر نه و.

 والټز زیاتوي، چې مادورو او د هغه نږدې ملګرو د کلونو لپاره د وینزویلا انتخاباتي نظام کې لاس وهنه او درغلۍ کړې دي، څو خپله نامشروع واکمنۍ ته دوام ورکړي او پر واک پاتې شي.

هغه ويلي، مادورو یو تښتېدلی کس دی چې په مستقیم ډول د نشه‌یي توکو له سوداګرۍ سره تړلي ترهګرۍ کې ښکېل دی؛ داسې ترهګري چې د سلګونو زرو امریکایانو ژوند یې اخیستی او جنوبې امریکا یې نیمه کره کړې ده.

مایک والټز همداراز ویلي، چې امریکا د وینزویلا لپاره د یو ښه او روښانه راتلونکي غوښتونکې  ده؛ او امریکا باور لري  چې د وینزویلا د خلکو، د سیمې د ولسونو او د ټولې نړۍ سوکالي د سیمې د ثبات له ټینګښت سره تړلې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب