خبریال: صابر احمدزی
د وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی، چې د ټرمپ د ادرې ځینې مسوولان د لومړني برید پر ازولو لګیا دي، چې که چېرته اړتیا پېښه شي څنګه او په کومو اهدافو برید وکړي؛ ترڅو د ټرمپ ګواښونه عملي شي.
سرچینه زیاتوي، تر ارزونې لاندې یو انتخاب دا هم دی، چې د ایران حکومت پر څو پوځي اهدافو پراخ بریدونه تر سره شي؛ خو د یوه امریکایي چارواکي پر وینا، لا تر اوسه ددي برید په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
سرچینې د چاواکو له قوله لیکلي، دا خبرې د عادي پوځي پلان جوړونې برخه ده او د نږدې برید هېڅ نښه نه لیدل کېږي؛ خو ځینې شنونکي وايي، چې په امریکايي رسنیو کې د دې معلوماتو افشا کېدل ښايي دا وښيي چې پلان جوړونه روانه ده او له متحدینو سره همغږي هم تر بحث لاندې ده.




