کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

وال سټریټ ژورنال: متحده عربي امارت په پټه د ايران د تېلو پر يوه تصفیه خونه بريد کړی

 وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو د امريکا او ايران د جګړې پر مهال په پټه د ايران پر لاوان ټاپو د تېلو پر تصفیې خونې برید کړی وو. سرچینه وايي، ياد هېواد د امریکا او اسرائیلو په هغو بریدونو کې فعاله ونډه لرله چې پر ایران ترسره شول؛ خو په علني ډول یې خپل رول نه وو منلی. د دغه راپور له مخې، د امارا…

2026-05-12 06:03 86۱ دقیقې لوستل
وال سټریټ ژورنال: متحده عربي امارت په پټه د ايران د تېلو پر يوه تصفیه خونه بريد کړی

 وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو د امريکا او ايران د جګړې پر مهال په پټه د ايران پر لاوان ټاپو د تېلو پر تصفیې خونې برید کړی وو.

سرچینه وايي، ياد هېواد د امریکا او اسرائیلو په هغو بریدونو کې فعاله ونډه لرله چې پر ایران ترسره شول؛ خو په علني ډول یې خپل رول نه وو منلی.

د دغه راپور له مخې، د اماراتو له لوري یو برید د اپرېل میاشتې په پیل کې د ایران د لاوان ټاپو پر یوې تصفیې خونې وشو چې له امله یې په ياده تصفیه خانه کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه‌.

په ياد راپور کې راغلي، چې اماراتو د لویدیځ له خوا ورکړل شوې پرمختللې الوتکې او د څار پرمختللي سیستمونه د ایران پر زیربناوو د بریدونو لپاره وکارول، چې پکې د لاوان تصفیه خونه هم شامله وه، خو له دې ټولو سره یې هېڅ رسمي اعلان ونه کړ.

سرچينه زياتوي ،چې متحده ایالاتو په پټه د اماراتو د ګډون هرکلی کړی و او د تصفیې خونې د برید په اړه اندېښمن نه وو، ځکه هغه مهال لا اوربند نه وو شوی.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب