خبرياله: نازو عمري
د سوریې له حلب ښاره د کُردانو تر مشرتابه لاندې د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو (SDF) وروستي جنګیالي د اوربند له یوې هوکړې وروسته ووتل.
دغه اوربند د مرګونو نښتو په تعقیب شوی و، چې له مخې یې ملکي وګړو او جنګیالیو ته د خوندي وتو اجازه ورکړل شوه.
د سوریې دولتي ټلوېزیون "اخباریه" راپور ورکړی چې کُرد ځواکونه د حلب له اشرفیه او شیخ مقصود سیمو څخه شمالي او ختیځې سوریې ته انتقال شوي دي.
د SDF مشر مظلوم عبدي ویلي، دا هوکړه د نړیوالو منځګړیتوب له لارې شوې، تر څو تاوتریخوالی ختم او د ملکي وګړو ژوند خوندي شي.
له ۲۰۱۱م کال راهیسې چې د سوریې جګړه پیل شوې، کُرد ځواکونو په حلب کې ځینې برخې تر کنټرول لاندې لرلې، خو اوس له ذې ښار څخه وتل د دوی د حضور پای ته رسېدلو مانا لري.




