پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبدالله جان سایق ویلي، هېواد کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۹۶زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې.
هغه زیاته کړې چې په وروستیو ورځو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله په ۲۳ ولایتونو کې دوه زره او ۶۲۷ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
هغه وویل، مرستندویه موسسو ژمنه کړې چې د هغو کورنیو لپاره به دایمي کورونه جوړوي چې کورونه یې وران شوي دي.
د یادونې ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو ویلي، تېرو څو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپیان دي.




