کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ولاديمیر پوتین نوی کال د روسیې او شمالي کوریا لپاره د ځانګړي اهمیت کال بللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوي کال په مناسبت د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته د مبارکۍ پیغام لېږلی او ۲۰۲۵ یې د دواړو هېوادونو لپاره "د ځانګړې اهمیت کال" بللی دی. د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس KCNA نن چهارشنبه شپه، د ډسمبر ۲۵مه راپور ورکړی، چې دا پیغام د ډسمبر پر ۱۸مه نېټه لېږل شوی و. پوتین پخپل پیغام کې یادونه ک…

2025-12-24 22:37 239۱ دقیقې لوستل
ولاديمیر پوتین نوی کال د روسیې او شمالي کوریا لپاره د ځانګړي اهمیت کال بللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوي کال په مناسبت د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته د مبارکۍ پیغام لېږلی او ۲۰۲۵ یې د دواړو هېوادونو لپاره "د ځانګړې اهمیت کال" بللی دی.

د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس KCNA نن چهارشنبه شپه، د ډسمبر ۲۵مه راپور ورکړی، چې دا پیغام د ډسمبر پر ۱۸مه نېټه لېږل شوی و.

پوتین پخپل پیغام کې یادونه کړې، چې د کوریايي پوځیانو حضور د روسیې د کورسک سیمې د آزادۍ جګړو کې او همداراز روسیه کې د کوریايي انجنیرانو فعالیتونه، د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ څرګندونه کوي.

دا پیغام په داسې حال کې لېږل شوی، چې روسیې او شمالي کوریا د ۲۰۲۵ په ترڅ کې خپلې پوځي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړې دي او د دوه اړخیزو همکاریو پراخولو ته ژمن ښکاري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب