کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ونس: که ایران د امریکا پر بېړیو برید وکړي، نو له سختو ځوابي بريدونو سره به مخ شي

د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي ونس، له فاکس نیوز سره په خبرو کې ويلي، ایراني ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې پر هېڅ بېړۍ برید نه دی کړی، او هرمز تنګي له لارې د نفتو لېږد په عادي ډول روان دی. نوموړی زياتوي، که دا ځل ایران د امريکا پر بېړیو د برید هڅه وکړي، له يو سخت حالت سره به مخ شي. ونس همداراز ويلي، د سولې خبرې اترې…

2026-07-01 01:28 393۱ دقیقې لوستل
ونس: که ایران د امریکا پر بېړیو برید وکړي، نو له سختو ځوابي بريدونو سره به مخ شي

د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي ونس، له فاکس نیوز سره په خبرو کې ويلي، ایراني ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې پر هېڅ بېړۍ برید نه دی کړی، او هرمز تنګي له لارې د نفتو لېږد په عادي ډول روان دی.

نوموړی زياتوي، که دا ځل ایران د امريکا پر بېړیو د برید هڅه وکړي، له يو سخت حالت سره به مخ شي.

ونس همداراز ويلي، د سولې خبرې اترې هغه وخت بریالۍ کېږي، چې ایران به د تل لپاره د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هر ډول هیله او هڅه پرېږدي.

د نوموړي پر وينا، که ایران هغه امتیازات ور نه کړي، چې امريکا یې تمه لري، د ايران اټومي پروګرام به ویجاړ او پوځي وړتیاوې به یې فلج شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب