د ویتنام دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې یاد هېواد په شمالي ها ګیانګ سیمه کې د بارانونو او ځمکې ښویدنې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، په وین کې د ځمکې لاندې شوو کسانو کره شمېر نه دی معلوم او د سختو بارانونو له امله د لټون او ژغورنې هڅې پېچلې شوې دي.
د ویتنام لومړي وزير فام مين چين، چارواکو او اړوندو دولتي ادارو ته لارښوونه کړي چې ژر تر ژره له ناورين سره مقابله وکړي او د لا زياتو سيلابونو او ځمکې ښويېدنې په وړاندې چمتوالي ونیسې.
د دغه هېواد د هایدرو - میټرولوژیکي وړاندوینې ملي مرکز په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۸۰ ملي متره باران په سیمه کې شوی دی.
دغې ادارې په ها ګیانګ، لاو کای، تیوین کوانګ او ین بای ایالتونو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې خبرداری ورکړی دی.




