کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

وینزویلا پر یاد هېواد د امریکا د برید له امله ملي ماتم اعلان کړی

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د وینزویلا سرپریستې ولسمشرې ديلسي رودریګز خبر ورکړی، چې د امریکا د برید پر مهال یې د قربانیانو غم کې په ټول هېواد کې ماتم اعلان کړی دی.  رودریګز ویلي، دا ماتم د هغو قربانیانو درناوي لپاره دی، چې د امریکا د برید پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړې زیاتوي، دا ملي ماتم د هغو ځ…

2026-01-06 22:49 92۱ دقیقې لوستل
وینزویلا پر یاد هېواد د امریکا د برید له امله ملي ماتم اعلان کړی

خبریال: فرمان الله زبیرزی

 د وینزویلا سرپریستې ولسمشرې ديلسي رودریګز خبر ورکړی، چې د امریکا د برید پر مهال یې د قربانیانو غم کې په ټول هېواد کې ماتم اعلان کړی دی.

 رودریګز ویلي، دا ماتم د هغو قربانیانو درناوي لپاره دی، چې د امریکا د برید پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړې زیاتوي، دا ملي ماتم د هغو ځوانانو، ښځو او نارینو  د درناوي او قدردانۍ لپاره دی، چې د وینزویلا او ولسمشر نیکولاس مادورو د دفاع په لاره کې یې خپل ژوند قربان کړ.
 
د رودریګز پر وینا، هېواد یې د جګړې په حالت کې نه دی، او دوی یو سوله‌يیز ولس او هېواد دی، چې پرې برید او تعرض شوی، له همدې امله به وینزویلا خپله لاره پر همدې تګلارې روانه ساتي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب