کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴): وېنزوېلا هېواد به ناروې کې خپل سفارت وروسته له هغې وتړي، چې د دغه هېواد د مخالف ګوند مشرې ماریا کورینا ماچادو ته ناروې هېواد د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه ورکړه
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې دا خبر ماچاودو ته د نوبل جایزې ورکولو څخه څو ورځې وروسته خپور شوی دي.
وېنزوېلا هېواد ویلي، چې دوی به ناروې کې خپل سفارت یواځې څو ورځې وروسته له هغې چې د وېنزویلا د اپوزیسیون مشرې، ماریا کورینا ماچادو په اوسلو کې د نوبل د سولې معتبره جایزه وګټله، وتړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د وېنزوېلا سفارت د خپلې پرېکړې د ځنډولو لپاره کوم دلیل نهدی وړاندې کړی.
وزارت همداراز ټینګار کړی، چې د نوبل جایزې کمېټه یو خپلواک بنسټ دی، چې د ناروې له حکومت سره تړاو نهلري.
کورینا ماچادو، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې په پټه ژوند کوي، د جمعې په ورځ د ناروې د نوبل جایزې د کمېټې لخوا د نوبل د سولې جایزه ورکول شوه، چې د "لاتینې امریکا په وروستیو کلونو کې د ولسي زړورتیا د بېساري بیلګې" په توګه وستایل شوه.
د راپورونو له مخې، ما چاودو ته تېر کال د وېنزویلا ټاکنو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې، چې پکې د وینزوېلا اوسنی ولسمشر نیکولاس مادورو ګټونکی شو او پراخې لانجې یې راپارولې وې.
کورینا ماچادو خپله جایزه د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او د وېنزویلا کړیدلو خلکو ته ډالۍ کړه.
وېنزویلا همداراز پرېکړه کړې، چې پر ناروې سربېره به اسټرالیا کې هم خپل سفارت وتړي.
د وېنزویلا حکومت مسوولانو ویلي، چې پلان لري د دې دوه هېوادونو پر ځای په برکینافاسو او زمبابوې کې نوي سفارتونه پرانیزي.
د یادونې وړ ده، چې نه ناروې او نه هم اسټرالیا په وېنزویلا کې سفارت لري او دوی خپلې قونسلګرۍ چارې د کولمبیا له سفارتونو پرمخ وړي.




