کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

وېنس : که ايران بيا بريد وکړ، سخت ځواب به وويني

  د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ایران ته خبرداری ورکړ چې هر ډول نوی برید به له "سخت تاوتریخوالي" سره مخامخ شي.  دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې امریکا د هرمز تنګي په اوږدو کې د ایران پر پوځي هدفونو هوايي بریدونه وکړل. ونس د، ایکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې ولیکل چې ایران د اوربند تړون لاسلیک کړی…

2026-06-27 03:04 162۱ دقیقې لوستل
وېنس : که ايران بيا بريد وکړ، سخت ځواب به وويني

 

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ایران ته خبرداری ورکړ چې هر ډول نوی برید به له "سخت تاوتریخوالي"
 سره مخامخ شي.

 دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې امریکا د هرمز تنګي په اوږدو کې د ایران پر پوځي هدفونو هوايي بریدونه وکړل.

ونس د، ایکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې ولیکل چې ایران د اوربند تړون لاسلیک کړی او متحده ایالات هم د دغه تړون پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

هغه زیاته کړه، که تهران د تفاهم‌لیک د عملي کېدو په اړه کومه نیوکه یا اعتراض لري، نو کولای شي هغه د ډیپلوماټیک، لارې تعقیب کړي، خو ټینګار یې وکړ:
"تاوتریخوالی به په تاوتریخوالي ځواب شي."

همدارنګه د سپاه سمندري ځواکونو هم نن سهار وختي په یو اعلامیه کې ویلي و چې ځوابي بریدونو په ترڅ کې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو څو اډې هدف ګرځولي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب