د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) ليکلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند هرکلی کوي او له دواړو لوريو غواړي چې د ملکيانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
سرچينې ليکلي، د دواړو لوريو ترمنځ نښتو کې د جګړې ترټولو ډېر قرباني وګړي د کندهار د سپين بولدک ولسوالي عام خلک دي.
يوناما زياته کړې، که څه هم حکومت ويلي، چې بولدک کې ۱۷ تنه مړه او ۳۴۶ ټپيان دي، خو دوی بیا هم ارزونه کوي.
اعلاميه کې له دواړو لوريو غوښتل شوي چې د ملکي تلفاتو مخنيوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د جګړې پر مهال افغانستان کې ملکي خلک په نښه کړل او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.




