ایبيسي نيوز د يوناني چارواکو له قوله ويلي، د دغه هېواد په ساحل د ډوبې شوي کښتۍ قربانیان وو ژغورل شوي کسان ټول افغانان دي.
د سرچينې په خبره، ياده کښتۍ د دغه هېواد ختيځ رودوس ټاپو ته نږدې د یونان له يوې کښتۍ څخه د تېښتې پر مهال ډوبه شوې ده.
سرچينې دغه راز ويلي، پېښه کې اته تنه مړه شوي او د درې ښځو او درې ماشومانو په ګډون اتلس تنه ژغورل شوي دي.
سرچينې ويلي، ژغورل شوي کسان هم افغانان دي.
دغه کښتۍ دوه ورځې وړاندې ډوبه شوې وه.
بايد ياده شي چې د پېښې په تړاو دوه ترکي اتباع چې يو یې ۲۳ او بل يې ۱۹ کاله عمر لري نيول شوي دي.




