کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

يوه هندي ځوان خپلې ښځې ته سپوږمۍ کې کور اخيستی

هندي رسنۍ وايي، چې د لوېديځ بنګال د جهارګرام ولسوالۍ اوسېدونکي، سنجې مهاتو په نوم يوه هلک خپلې مېرمنې په سپوږمۍ کې يو جريب ځمکه اخيستې ده. د راپور له مخې، مهاتو دغه ځمکه په لس زره هندۍ کلدارې پېرودلې ده. سنجي مهاتو ويلي، چې تر واده مخکې يې خپلې مېرمنې سره ژمنه کړې وه، چې سپوږمۍ کې به چکر ورکوي؛ نو ځکه يې د واده د کاليز…

2023-09-11 08:50 28۲ دقیقې لوستل
يوه هندي ځوان خپلې ښځې ته سپوږمۍ کې کور اخيستی

هندي رسنۍ وايي، چې د لوېديځ بنګال د جهارګرام ولسوالۍ اوسېدونکي، سنجې مهاتو په نوم يوه هلک خپلې مېرمنې په سپوږمۍ کې يو جريب ځمکه اخيستې ده.

د راپور له مخې، مهاتو دغه ځمکه په لس زره هندۍ کلدارې پېرودلې ده.

سنجي مهاتو ويلي، چې تر واده مخکې يې خپلې مېرمنې سره ژمنه کړې وه، چې سپوږمۍ کې به چکر ورکوي؛ نو ځکه يې د واده د کاليزې په پروګرام هغه په دې نایابه تحفه ونازوله.

د مهاتو په وينا، چې دا ځمکه يې د خپل ملګري په مرسته د "لونا سوسائټي انټرنیشنل" څخه اخيستې ده.

نوموړي د دې ځمکې اخيستلو ته يو کال انتظار کړی دی.

مهاتو ويلي، چې دوی ډېر وختونه په خپل باغ کې ناست وي او سپوږمۍ ته ګوري؛ نو له سپوږمۍ سره يې د خپلې مېرمنې ډېرې مينې هم دې ته مجبور کړ، چې هلته ورته يو کور ورډالۍ کړي.

تر دې وړاندې د راجستان یوه اوسېدونکي هم خپلې مېرمنې ته په ۲۰۲۰ کال کې د واده د کلیزې په مناسبت په سپوږمۍ کې درې جریبه ځمکه ډالۍ کړې وه.

"لونا سوسائټي انټرنیشنل" يوه انلاين کمپنۍ ده، چې په ډېرو کمو پیسو په خيالي ډول د سپوږمۍ ځمکه پلوري.

هغه خلک، چې له دې لارې سپوږمۍ کې ځانته کور اخلي، پوهېږي، چې کله به هم هلته ژوند و نه شي کړای؛ خو وايي، چې دا کار د خپلو هیلو د پوره کېدو په موخه کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب