کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

٢٢ هېوادونه د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره چمتووالی ښودلی

  وروسته له هغې چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې بې‌سارې توګه لوړې شوې، د نړۍ ۲۲ هېوادونو د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی. د فرانسې، متحده عربي امارات، جاپان، استرالیا، ایټالیا، برېټانیا، جرمني، هالنډ، کاناډا، جنوبي کوریا، نیوزیلنډ، ډنمارک، لاتویا، لېتوانیا، سلوانیا، رومانیا، چک ج…

2026-03-22 04:05 37۱ دقیقې لوستل
٢٢ هېوادونه د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره چمتووالی ښودلی

 

وروسته له هغې چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې بې‌سارې توګه لوړې شوې، د نړۍ ۲۲ هېوادونو د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.


د فرانسې، متحده عربي امارات، جاپان، استرالیا، ایټالیا، برېټانیا، جرمني، هالنډ، کاناډا، جنوبي کوریا، نیوزیلنډ، ډنمارک، لاتویا، لېتوانیا، سلوانیا، رومانیا، چک جمهوریت، ناروې، فنلنډ او استونیا هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران له لوري د تیلو او ګازو تاسیساتو په نښه کول غندلي دي.


دغو هېوادونو د هرمز تنګي د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا مهمه سمندري لاره باید پرانیستې وساتل شي.


 همداراز یې له ایران غوښتي، چې پر کښتیو بریدونه ودروي او د دې لارې د بندولو هڅې ونه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب