کابل (کوه نور، ۴ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بیا واکمنېدو وروسته د آسیا-پاسفیک سیمې د سفرونو پیل د مالیزیا په ASEAN سرمشریزه کې د ګډون له لارې کړی دی.
ټاکل شوې، چې د جنوب ختیځې آسیا هېوادونو د نن ورځ غونډه کې د امریکا تعرفې او د نایابه معدني موادو د لاسرسي موضوعات د اجنډا سر کې وي.
د الجزیرې په راپور کې همداراز راغلي، چې تمه ده په نننۍ غونډه کې به ټرمپ د تایلنډ او کامبوج ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک مشري هم وکړي.
راپور کې راغلي، د ASEAN ۴۷ سرمشریزه نن سهار پیل شوه، چې پکې د دې سازمان ۱۱م غړی ختیځ تیمور "تیمور لیستي" په رسمي ډول ومنل شو.
الجزیرې لیکلي، دا سرمشریزه به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې به د ASEAN غړو هېوادونو لکه برونای، کامبوج، اندونیزیا، لاوس، مالیزیا، میانمار، فیلیپین، سینګاپور، تایلنډ، ویتنام او شریکو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو ناستې وشي.
باید وویل شي، چې د دې سر مشریزې د نن ورځې مهمه پېښه د سرمشریزې په څنډه کې ترسره کېږي، چېرې، چې ډونالډ ټرمپ او د مالیزیا صدراعظم انور ابراهیم به د تایلنډ او کامبوج ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک نظارت وکړي.




