کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کولی شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په پای ته رسولو کې رول ولوبوي.
ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ له مصر څخه سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو پر مهال له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه ټینګار کړی، چې اردوغان کولای شي په دې برخه کې مؤثر وي، ځکه، چې روسیه هم د هغه درناوی کوي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اردوغان او یو شمېر نور نړۍوال مشران د مصر په شرمالشیخ ښار کې د غ،زې د سولې په غونډه کې ګډون کړی و.
ټرمپ دا هم تایید کړې، چې د جمعې په ورځ به له د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.
د دې لیدنې تمرکز به د اوکراین د هوايي دفاع او اوږده واټن د بریدونو پر وړتیاوو وي؛ ترڅو پر روسیه فشار ډېر شي او سولې ته اړ شي.




