ڪابل (ڪوه نور، ۸ جدي ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو په موخه د سولې خبرې اترې سم لوري ته راونې دي او دواړه خواوې نهايي هوکړې ته نږدې شوې دي.
ټرمپ دغه څرګندونې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره له لیدنې وروسته کړې دي.
نوموړي ویلي، د دونباس د سيمې د برخليک په څیر لاهم یو شمېر مهم موضوعات روښانه نه دي.
د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلنسکي ارضي تمامیت دکییف لپاره ارزښتناک بللی دی.
ویل کېږي چې له دې لیدنې یوه ورځ مخکې، ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم ټلیفوني خبرې کړې دي.




