کابل( کوه نور، ۱۶ اسد ۱۴۰۴): د کرملین یو لوړ پوړي چارواکي خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ به په راتلونکو څو ورځو کې سره وګوري.
دا لیدنه په داسې حال کې پلان شوې چې د روسیې ولسمشر د یاد هېواد په پلازمېنه مسکو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې کلنې جګړې د ختمولو په اړه " ګټورې او رغنده" خبرې کړې دي.
د پوتین د بهرنۍ پالېسۍ سلاکارې یوري اوشاکوف پرون ورځ "پنج شنبه، د اسد ۱۵مه" ویلي، د جوړېدونکې غونډې لپاره تیاری پیل شوی او دواړه خواوې لا د مخه د غونډې د موقیعیت په اړه موافقې ته رسېدلې دي.
د روسیې دولتي اژانسونو د اوشاکوف له قوله ویلي: "د امریکایې لوري په وړاندیز، په راتلونکو ورځو کې د دوه اړخیزې سرمشریزې د ترسره کولو لپاره په اصولو کې موافقه شوې ده."
د اوشاکوف له دې څرګندونو یوه ورځ د مخه ټرمپ ویلي و چې، د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او پوتین ترمنځ د راتلونکې لیدنې په تړاو خبرو ډېر پرمختګ کړی او پر وینا یې چې ډېر زر به له پوتین سره لیدنه وکړي.
د امریکا ولسمشر له پوتین سره د اوکراین د جګړې ختمولو په موخه د لیدنې په اړه ویلي : "ښه چانس شته چې ډیر ژر به یوه غونډه وشي."
د یادونې وړ ده چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ به دا لیدنه له ۲۰۲۱ کال وروسته په جېنېوا کې د امریکا له پخواني ولسمشر جوبایډن وروسته د پوتین او ټرمپ ترمنځ د امریکا لومړنۍ غونډه وي.




