کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ ايران ته: که تر راتلونکو ۱۰ ورځو هوکړې ته ونه رسېدئ بريد درباندې کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې باید له واشنګټن سره په روانو مذاکراتو کې په راتلونکو ۱۰ ورځو کې "یوه ماناداره او عملي هوکړه وکړي، که نه نو د هغه په وینا بدې پایلې به رامنځته شي. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او سیمې ته یې نورې پوځي وسلې او ځواکون…

2026-02-20 05:05 68۱ دقیقې لوستل
ټرمپ ايران ته: که تر راتلونکو ۱۰ ورځو هوکړې ته ونه رسېدئ بريد درباندې کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې باید له واشنګټن سره په روانو مذاکراتو کې په راتلونکو ۱۰ ورځو کې "یوه ماناداره او عملي هوکړه وکړي، که نه نو د هغه په وینا بدې پایلې به رامنځته شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او سیمې ته یې نورې پوځي وسلې او ځواکونه لېږلي دي. 

له بلې خوا، ایراني چارواکو په لومړنیو غبرګونونو کې ټینګار کړی چې تهران د "فشار او ګواښ" تر سیوري لاندې خبرې نه مني.

 ایراني لوري ویلي، که مذاکرات د متقابل درناوي او ملي ګټو پر بنسټ وي، نو د خبرو دروازې پرانیستې دي، خو که فشارونه دوام ومومي، ایران به "مناسب او قاطع ځواب" ورکړي.

تر دې وړاندې بیا یو شمېر سرچینو ویلي وو، چې د ایران او امریکا ترمنځ د دویم پړوا خبرو پرمختګ پټ ساتل شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب