خبرياله: نازو عمري
په ایران کې له څو ورځو راهیسې پراخ لاریونونه روان دي. ایرانیان د اقتصادي ستونزو، پر ضد لارو کوڅو ته وتلي دي.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که د لاریونوال وژل پیل کړي، نو امریکا به پرې سخت اقدامات وکړي.
نوموړي ویلي:
«ما ایراني چارواکو ته ویلي، که د خلکو وژنه پیل کړي لکه څنګه چې په خپلو پاڅونونو کې یې اکثر کوي نو موږ به پرې ډېر شدید فشار راوړو.»
دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې په ایران کې لاریون کوونکي،د شپو لخوا هم لارو ته راوځي، او د راپورونو له مخې، انټرنیټ هم په ځینو سیمو کې پرې شوی دی.
په دغو لاریونونو کې تردې مه لسګونه کسان وژل شوي او نیول شوي دي.




