کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: ايران د سولې لپاره هڅې کوي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ايران د سولې لپاره خپله لېوالتيا څرګنده کړې او دغه راز يې منځني ختيځ کې له اوربند هم هرکلی کړی دی. ټرمپ ويلي، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور نه لرلو فضا شتون لري، خو هېواد يې منځني ختيځ کې پر اوربند د ايران د خوښي هرکلی کوي. نوموړي ويلي، د ايران پر هغه اقدام ستايي چې د سولې د خ…

2025-10-10 02:24 172۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: ايران د سولې لپاره هڅې کوي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ايران د سولې لپاره خپله لېوالتيا څرګنده کړې او دغه راز يې منځني ختيځ کې له اوربند هم هرکلی کړی دی.

ټرمپ ويلي، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور نه لرلو فضا شتون لري، خو هېواد يې منځني ختيځ کې پر اوربند د ايران د خوښي هرکلی کوي.

نوموړي ويلي، د ايران پر هغه اقدام ستايي چې د سولې د خبرو د پرمختګ سبب ګرځي.

همدې حال ټرمپ يو ځل بيا د ايران پر اټومي تاسيساتو د امريکا د بريد دفاع کړې او ويلي يې دي، چې که بريد یې نه وای کړی، نو ایران به اوس اټومي وسلې درلودلای.

هغه ټينګار کړی که ايران اټومي وسلې درلودلای، نو اوس به يې سولې ته لېوالتيا نه وای ښودلې.

امريکا د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال ايران کې د دغه هېواد درې اټومي سايټونه په نښه کړل، خو ايران وويل چې زيان ورته نه‌دی رسېدلی.

ياد دې وي چې د ايران او امريکا ترمنځ د عمان، قطر او ايټاليا په منځګړيتوب اټومي مذاکرات ترسره شول، خو نتيجې ته ونه‌رسېدل او پر ايران له بريد وروسته دغه مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب