د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپېنې ماڼۍ الوتکه (Air force one) کې خبریالانو ته ويلي، د ايران د حکومت مشرانو ورسره اړيکه نيولې وه، چې د غواړي له امريکا سره د هستوي پروګرام په تړاو مذاکرات بیا پیل کړي.
ټرمپ ويلي، «فکر کوم ايران نور له دې ستړی شوی، چې د امريکا له لوري پرې پرلپسې ګذارونه کيږي.».
تراوسه د ايران حکومت د ټرمپ د دغه څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې يې ويلي وو، که امريکا له خپلو بې ځايه غوښتنو تېره شي؛ نو چمتو دي چې مذاکرات وکړي.
ټرمپ دغه خبرې داسې مهال کوي، چې ايران کې له تېرو دوو اوونيو راهيسې لاريونونه پيل شوي او پکې د نظام ضد شعارونه ورکول کيږي.
دغه لاريونونه، چې ټرمپ يې ملاټر هم کوي، په تاوتريخوالي اوښتي او ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.
همدې حال کې بیا د ايران حکومت ويلي، بغاوت کوونکي به وځپي.




