کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: ايران سره جګړه د هيګسټ په ټينګار پيل شوې

 د امريکا ولسمشر ويلي، له ايران سره یې جګړه د دغه هېواد د جګړې وزارت د مشر پيټ‌هيګسټ په ټينګار پيل کړې ده. نوموړي ويلي، هيګسټ لا هم د جګړې پر دوام ټينګار کوي او اوربند ته کومه لېوالتيا نلري. د ټرمپ په خبره، د جګړې وزیر يې له ايران سره د ستونزو د حل پر ځای پر جګړې ټينګار کاوه او په خبره يې، چې تر نورو لوړپوړو…

2026-03-25 07:58 194۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: ايران سره جګړه د هيګسټ په ټينګار پيل شوې

 د امريکا ولسمشر ويلي، له ايران سره یې جګړه د دغه هېواد د جګړې وزارت د مشر پيټ‌هيګسټ په ټينګار پيل کړې ده.

نوموړي ويلي، هيګسټ لا هم د جګړې پر دوام ټينګار کوي او اوربند ته کومه لېوالتيا نلري.

د ټرمپ په خبره، د جګړې وزیر يې له ايران سره د ستونزو د حل پر ځای پر جګړې ټينګار کاوه او په خبره يې، چې تر نورو لوړپوړو چارواکو د جنګ په پيلولو کې د ده رول ډېر وو.

ټرمپ، پيټ ته په خطاب کې ويلي، «پيټ! فکر کوم ته لومړی نفر وې، چې له ايران سره دې جګړه غوښته او ټينګار دې کاوه، چې هغوی بايد هستوي وسلې ونلري.»

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب