کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: ايران کې خپلو اهدافو ته د رسېدو په حال کې يوو

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا ادعا کړې، چې ايران کې خپلو سترو اهدافو ته د رسېدو په حال کې دی او راتلونکې دوه تر درې اوونيو به دغه هېواد بخت وځپي. هغه زياته کړې، له تېرو ۳۲ ورځو راهيسې یې ډېرې لاسته راوړنې لرلي او‌ له ايران څخه پېښېدونکي ګواښونه یې له منځه وړي دي. ټرمپ ټينګار کړی، که ا…

2026-04-02 01:02 222۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: ايران کې خپلو اهدافو ته د رسېدو په حال کې يوو

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا ادعا کړې، چې ايران کې خپلو سترو اهدافو ته د رسېدو په حال کې دی او راتلونکې دوه تر درې اوونيو به دغه هېواد بخت وځپي.

هغه زياته کړې، له تېرو ۳۲ ورځو راهيسې یې ډېرې لاسته راوړنې لرلي او‌ له ايران څخه پېښېدونکي ګواښونه یې له منځه وړي دي.

ټرمپ ټينګار کړی، که ايران بيا ځلي د هستوي وسلو د جوړولو هڅه وکړي، امريکا به بیا پرې بريد وکړي.

هاخوا بيا ايران ويلي، امريکا سره اوربند په هغه صورت کې کوي، چې د ايران شرايط ومني.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب