کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ حماس ته: اسرايلي اسیران همدا اوس خوشې کړئ، وروسته نه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته په خپل وروستي خبرداري کې ويلي، اسرايلي بنديان سمدستي ازاد کړئ. نوموړي پر اېکس ليکلي: « سلام حماس! يعنې سلام او خدای پامان، تاسو کولای شئ ټاکنه وکړئ او ټول بنديان سمدستي ازاد کړئ.»دی همداراز ويلي، د هغو کسانو جسدونه هم وسپارئ چې وژلي یې دي‌.ټرمپ دغه راز ګواښ کړی که حم…

2025-03-05 19:30 37۱ دقیقې لوستل
ټرمپ حماس ته: اسرايلي اسیران همدا اوس خوشې کړئ، وروسته نه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته په خپل وروستي خبرداري کې ويلي، اسرايلي بنديان سمدستي ازاد کړئ.

نوموړي پر اېکس ليکلي: « سلام حماس! يعنې سلام او خدای پامان، تاسو کولای شئ ټاکنه وکړئ او ټول بنديان سمدستي ازاد کړئ.»
دی همداراز ويلي، د هغو کسانو جسدونه هم وسپارئ چې وژلي یې دي‌.
ټرمپ دغه راز ګواښ کړی که حماس يې خبره ونه مني‌، نو ټول هغه سه به د اسرايلو په واک کې ورکړي چې اړتيا ورته لري.
نوموړي دغه راز ويلي، حماس لا هم فرصت لري او يو ښکلی راتلونکی ورته انتظار دی.
ټرمپ له دې وړاندې هم ګواښ کړی وو که حماس اسرايلي اسیران ازاد نکړي، نو له غزې به جهنم جوړ کړي.
د يادونې ده چې لا حماس غورځنګ د ټرمپ څرګندونو ته کوم غبرګون ندی ښودلی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب