کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ حماس ته: وروستی چانس درکوم؛ یرغمل شوي خوشې کړئ

کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس غورځنګ ته وروستی خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی، چې یاد غورځنګ باید د اسرایلو د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره یوې موافقې ته ورسېږي. ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وړاندیز کړی، چې ښايې ډېر زر د غزې او اسرایلو ترمنځ یوه معامله ترسره شي؛ ترڅو د حماس له لوري…

2025-09-08 00:13 40۲ دقیقې لوستل
ټرمپ حماس ته: وروستی چانس درکوم؛ یرغمل شوي خوشې کړئ

کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس غورځنګ ته وروستی خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی، چې یاد غورځنګ باید د اسرایلو د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.

ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وړاندیز کړی، چې ښايې ډېر زر د غزې او اسرایلو ترمنځ یوه معامله ترسره شي؛ ترڅو د حماس له لوري ټول یرغمل شوي کسان خوشي شي.

نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته کړي، چې حماس ته یې خپل هغه څه "وروستی خبرداری" وباله.

ټرمپ د یکشنبې ماښام له نیویارکه تر لنډ سفر وروسته واشنګټن ته په رسېدو سره خبریالانو ته ویلي، چې په الوتکه کې یې پر دې موضوع خبرې کړې وې.

د ټرمپ پر وینا، پر داسې حل کار کوي، چې ښايي ډېر ښه وي؛ خو له نورو جزئیاتو ورکولو یې ډډه وکړه او زیاته یې کړه، چې تاسې به ډېر زر د دې موضوع په اړه واورئ او ټینګار یې وکړ، چې هڅه کوي؛ ترڅو جګړه ختمه او یرغمل کسان بېرته اسرایلو ته راولي.

تر دې وړاندې، ټرمپ پر خپل ټروت سوشیال کې حماس ته خبرداری ورکړی و، چې د هغه د موافقې شرایط ومني.

هغه لیکلي و، چې اسراییلي لوري یې شرایطو ته غاړه ایښې اوس وخت دی، چې حماس هم زما شرایط ومني.

ټرمپ همدارنګه ویلي، چې حماس ته یې د نه منلو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او دا یې وروستی خبرداری دی، چې تر دې وروسته به بل نه وي.

په همدې حال کې حماس وروسته تایید کړې، چې د منځګړو له لارې یې د امریکا له اړخه ځیني نظرونه ترلاسه کړي؛ ترڅو غزه کې د اوربند معامله ترسره شي او اوس پرې بحث روان دی؛ خو د احتمالي تړون جزئیات یې نه دي څرګند کړي.

حماس په خپل بیان کې یو ځل بیا د خبرو کولو لپاره چمتووالی اعلان کړي؛ خو شرط یې ایښی، چې ټول یرغمل شوي کسان د جګړې د پای ته رسېدو او د اسراییلي ځواکونو د بشپړو وتلو په بدل کې خوشي کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب