د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ممکن د ولسمشر په توګه خپل لومړی سفر سعودی عربستان ته وکړي.
رويټرز راپور ورکړی چې، ښاغلي ټرمپ په يوه الوتکه کې خبریالانو ته ويلي، معمولا د امريکا ولسمشران له برياليتوب وروسته برېتانیا ته ځي، خو سعودي عربستان بیا زما لپاره د سفر يو انتخاب دی.
ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل وروستي سفر علت د دغه هېواد له لوري د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د امریکایي توکو پېرل ياد کړي وو.
تازه د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان ټرمپ سره په تیلیفوني خبرو کې ويلي، هېواد به يې امريکا کې د ۶۰۰ ميليارده ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
د يادونې وړ ده چې ټرمپ له ولسمشر کېدو سره سم د متحده ايالاتو پراختيايي او بشري مرستې په بهرنيو هېوادونو بندې کړې.




