کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ د امريکا څېړنو ادارې لپاره نوی رييس وټاکه

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د څېړنو استخباراتي ادارې (FBI) لپاره نوی رييس وټاکه. نوموړيويلي، وياړم چې د د دغه رياست لپاره ۴۴ کلن کش پټل ټاکم. دغه راز به د څېړنو ادارې اوسنی مشر کریستوفر له دندې لرې شي. کريستوفر هم د ټرمپ له لوري د دغې ادارې لپاره په ۲۰۱۷ کال کې ټاکل شوی وو، چې د لس کلن ما…

2024-11-30 22:35 76۱ دقیقې لوستل
ټرمپ د امريکا څېړنو ادارې لپاره نوی رييس وټاکه

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د څېړنو استخباراتي ادارې (FBI) لپاره نوی رييس وټاکه.

نوموړيويلي، وياړم چې د د دغه رياست لپاره ۴۴ کلن کش پټل ټاکم.

دغه راز به د څېړنو ادارې اوسنی مشر کریستوفر له دندې لرې شي.

کريستوفر هم د ټرمپ له لوري د دغې ادارې لپاره په ۲۰۱۷ کال کې ټاکل شوی وو، چې د لس کلن ماموريت څخه يې اووه کاله دنده‌ کړې ده.

اوسنی ټاکل شوی مشر اصلا هندی دی او د ټرمپ لومړي ځل ولسمشری کې يې ويلي وو، هر هغه څوک چې د ټرمپ ملاتړ نکوي د څېړنو ادارې څخه دې و ایستل شي.

بايد ياده شي چې ټرمپ له دې وړاندې هم ګڼ شمېر خلکو ته د کابینې او مهمو ریاستونو مسوليتونه ورسپارلي او لا هم دغه لړۍ جريان لري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب