د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا کې د وروستيو امنيتي پېښو په غبرګون کې ويلي، پلان لري چې د يوې اوږدې مودې لپاره په دغه هېواد کې د کډوالو منلو لړۍ بنده کړي.
هغه رسنیو ته ويلي، هڅه کوي چې په دغه برخه کې سخت ترین قوانین هم وضع کړي.
نوموړي همداراز د بايډن په ادارې نيوکه کړې، چې د واکمني پر مهال يې ميليونه کډوال، چې پکې قاچاقبران او خطرناک خلک امريکا ته راغلل.
ټرمپ ويلي، ميليونه تنه چې اوس باید په دغه هېواد کې نه وای، د بايډن واکمني کې راغلل.
ټرمپ تر دې وړاندې هم ويلي وو چې د دریمې نړۍ هېوادونو لپاره به د کډوالۍ لړۍ بنده کړي.




