خبريال: صابر احمدزی
د نیویارک پوسټ د سمونوالانو شورا وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې لا هم یو ناتمام ماموریت لري چې باید د ایراني ولس په ګټه بشپړ شي.
د شورا په وینا، ټرمپ که څه هم په داووس کې له نړیوالو سیاسي ننګونو سره مخ دی، خو د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې ټاکل شوې سره کرښه لا هم په بشپړ ډول نه ده عملي شوې.
ټرمپ درې اوونۍ وړاندې خبرداری ورکړی و چې که تهران پر سولهییزو معترضانو زور وکاروي، امریکا به اقدام وکړي.
د نیویارک پوسټ د یادداشت له مخې، محدود راپورونه د روان تاوتریخوالي نښه ورکوي او ټینګار کېږي چې تهران د اغېزناک غبرګون توان نه لري، نو ټرمپ باید خپل دریځ عملي کړي.




