کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: د ایران له مشرتابه منندوی یم چې لاریونوال یې اعدام نه کړل

خبرياله: نازو عمري  د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ په ایران کې دهغو٨٠٠ کسانو د نه اعدامېدو هرکلی کړی چې په دې وروستېو کې د ایراني پولیسو لخوا په لاریونونو کې نیول شوي وو . ټرمپ زیاته کړې، د ايران له مشرتابه له هغه امله منندوی دی چې له ٨٠٠ زیات لاريون کوونکي یې اعدام نه کړل. ټرمپ دغه راز هغې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي،…

2026-01-16 23:42 108۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: د ایران له مشرتابه منندوی یم چې لاریونوال یې اعدام نه کړل

خبرياله: نازو عمري 

د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ په ایران کې دهغو٨٠٠ کسانو د نه اعدامېدو هرکلی کړی چې په دې وروستېو کې د ایراني پولیسو لخوا په لاریونونو کې نیول شوي وو .

ټرمپ زیاته کړې، د ايران له مشرتابه له هغه امله منندوی دی چې له ٨٠٠ زیات لاريون کوونکي یې اعدام نه کړل.

ټرمپ دغه راز هغې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې ایا اسرا... او عربي هېوادونه پردې قانع کړی،چې په ایران برید ونه کړي؛ نوموړي ټینګار کړی چې خپل یې ځان قانع کړی او هیچا دې کړنې ته نه دی مجبور کړی. 

په ورته مهال د بشري حقونو یوډلې راپور ورکړی، چې د ايران په لاریون کې له ٢٦٠٠ کسانو زیات وژل شوي دي. 

دا پداسې حال کې ده، ټرمپ څوځله ایران ته خبرداری ورکړی وو که لاریونوال ووژني؛ نو ایراني چارواکو ته به سخت ګوزار ورکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب