کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ د ایران پر ضد له اسرا... سره د خپلې همکارۍ اوازې رد کړي

د راپورونو په اساس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد له اسرا... سره د خپلې همکارۍ اوازې رد کړي او ګواښ یې کړی که چېرته ایران د امریکا پر ګټو بری.دونه وکړي نو له بې ساري ځوابي بری.دونو سره به مخ شي. ټرمپ ویلي د ایران په خاوره د اسرا... لخوا په وروستیو بریدونو کې متحده ایالات هیڅ رقم رول نه لري. هغه دا څرګندونې و…

2025-06-17 21:37 17۲ دقیقې لوستل
ټرمپ د ایران پر ضد له اسرا... سره د خپلې همکارۍ اوازې رد کړي

د راپورونو په اساس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد له اسرا... سره د خپلې همکارۍ اوازې رد کړي او ګواښ یې کړی که چېرته ایران د امریکا پر ګټو بری.دونه وکړي نو له بې ساري ځوابي بری.دونو سره به مخ شي.

ټرمپ ویلي د ایران په خاوره د اسرا... لخوا په وروستیو بریدونو کې متحده ایالات هیڅ رقم رول نه لري.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې درییمه شپه پرلپسې اسرایلو د ایران پر بېلابېلو ښارونو او په تېره بیا د تهران په لوېدیځو سیمو هوایې بمبارۍ ترسره کړې.

د رویټرز او نیویارک ټایمز په ګډون یو شمېر نړۍوالو رسنیو د اسرا... لخوا د ایران په وروستیو پرلپسې بریدونو کې د درنو تلفاتو اوښتو خبر ورکړی چې د نړۍوالو اندېښنې یې راپارولې دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې واشنګټن د اسرا... د روانو عملیاتو برخه نه ده خو که چېرته ایران پر امریکایې ګټو بری.دونه وکړي نو امریکایې ځواکونه پخپل بشپړ ځواک سره اماده دي چې سخت ځوابي بری.دونه پرې ترسره کړي.

ټرمپ همداراز اشاره کړې چې د ایران او اسرا... ترمنځ د منځګړتوب هڅه کوي تر څو دا "وینه بهوونکې" شخړه پای ته ورسوي.

یو شمېر نړۍوالو رسنیو د ټرمپ له قوله ویلي چې اداره یې تر دې دمه په دغه شخړه کې د ځان ساتنې هڅه کوي خو بیا هم له خپلو ګټو څخه دفاع کولو ته ژمنه ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب