د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوې پرېکړې له مخې د بايډن د حکومت د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن او د ملي امنيت سلاکار جېک ساليوان جوازونه لغوه کړي دي.
رويټرز ويلي، د تېر حکومت دغه دوه جګپوړي غړي نه يوازې چې محرم اسنادو ته به لاسرسی ولري؛ بلکې فدرالي ودانيو ته د ننوتو اجازه هم نلري.
د سرچینې په خبره، امکان لري چې د بايډن د حکومت نور غړي هم دغه لېست ته اضافه او جوازونه يې لغوه شي.
سرچینې ويلي، ټرمپ نغواړي چې ديموکراتان يې له پاليسيو خبر شي.
د يادونې وړ ده چې ټرمپ څه وخت وړاندې د پخواني رييس جمهور بايډن جواز هم لغوه کړی وو.




