کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: د بګرام اډې نیولو په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوم

کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، افغانستان کې د بګرام هوایې اډې د نیولو په تړاو د افغانستان له حکومتي چارواکو سره خبرې کووم. ټرمپ پرون سپینه کې ماڼۍ خبریالانو ته ویلي، امریکایې ځواکونو باید هیڅ وخت د بګرام هوایې اډه افغان حکومت ته نه وی پرېښې. نوموړي سپینه ماڼۍ کې له خبرو یوه ورځ وړاندې…

2025-09-20 05:40 197۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: د بګرام اډې نیولو په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوم

کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، افغانستان کې د بګرام هوایې اډې د نیولو په تړاو د افغانستان له حکومتي چارواکو سره خبرې کووم.

ټرمپ پرون سپینه کې ماڼۍ خبریالانو ته ویلي، امریکایې ځواکونو باید هیڅ وخت د بګرام هوایې اډه افغان حکومت ته نه وی پرېښې.

نوموړي سپینه ماڼۍ کې له خبرو یوه ورځ وړاندې لندن کې د سفر پر مهال یوې خبري غونډې ته ویلي و، چې حکومت یې هڅې پیل کړي؛ ترڅو خپل ځواکونه د بګرام هوایې اډې ته ولېږدوي.

هغه د لندن غونډه کې ویلي و، چې د بګرام اډه خورا ارزښتمنه، د ستراتیژیک اهمیت لرونکې او د چین اټومي تاسیساتو ته نږدې اډه ده.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان د پنج شنبې په ورځ په پیکنګ کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري.

لین جیان زیاته کړې، د افغانستان راتلونکی ټاکل افغانانو پورې اړه لري او پر وینا یې، چې چین هیله لري؛ ترڅو ښکېلې خواوې په سیمه‌ییز ثبات کې رغنده رول ولوبوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب