کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ د دمیتري میدیودیف وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د امنیت شورا مرستیال دمیتري میدیودیف هغو خبرو ته چې پکې ایران ته د هستوي سرګلولو سپارلو خبره شوې وه سخت غبرګون ښودلی دی. ټرمپ پرون ورځ "دوشنبه، د سرطان دویمه" پر خپله ټولنیزه شبکه "ټروټ سوشال" لیکلي وو چې د روسیې دا ډول څرګندونې دې له پامه ونه غورځول شي. ټرمپ د امریکا پوځي ځواک ته په…

2025-06-23 21:20 130۱ دقیقې لوستل
ټرمپ د دمیتري میدیودیف وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د امنیت شورا مرستیال دمیتري میدیودیف هغو خبرو ته چې پکې ایران ته د هستوي سرګلولو سپارلو خبره شوې وه سخت غبرګون ښودلی دی.

ټرمپ پرون ورځ "دوشنبه، د سرطان دویمه" پر خپله ټولنیزه شبکه "ټروټ سوشال" لیکلي وو چې د روسیې دا ډول څرګندونې دې له پامه ونه غورځول شي.

ټرمپ د امریکا پوځي ځواک ته په اشارې سره ویلي چې تر ټولو قوي هستوي وسلې یې د اوبو لاندې کښتۍ دي.

نوموړي زیاته کړې «یوازې څو ورځې وړاندې موږ ۳۰ توماهاوک توغندي فیر کړل چې خپل هدفونه یې په دقیقه توګه وویشتل»

میدیودیف دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې امریکایې ځواکونو د ایران پر هستوي تاسیساتو هوایې بری.دونه ترسره کړل.

نوموړي پخپلو خبرو کې په واضح ډول کوم هېواد یاد نه کړ خو داسې یې وښوده چې ښایې یو شمېر هېوادونه ایران ته په مستقیم ډول هستوي سرګلولې ورکړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب