کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: د دې وخت را رسېدلی چې ايران کې رهبري تغير وخوري

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پوليتيکو سره په خبرو کې ويلي، چې د دې وخت را رسېدلی، ترڅو د ايت الله خامنه‌اي ۳۷ کلنه واکمني نسکوره او دغه هېواد کې يوه نوې واکمني رامنځته شي. ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې ايران کې له تېرو دوو اونيو پيل شوي لاريونونه بېرته د عادي کېدو لور ته روان دي. ټرمپ دغه راز د ايران ا…

2026-01-18 01:24 241۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: د دې وخت را رسېدلی چې ايران کې رهبري تغير وخوري

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پوليتيکو سره په خبرو کې ويلي، چې د دې وخت را رسېدلی، ترڅو د ايت الله خامنه‌اي ۳۷ کلنه واکمني نسکوره او دغه هېواد کې يوه نوې واکمني رامنځته شي.

ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې ايران کې له تېرو دوو اونيو پيل شوي لاريونونه بېرته د عادي کېدو لور ته روان دي.

ټرمپ دغه راز د ايران اوسنۍ واکمني ناکامه بللې او ويلي دي ايران د خامنه‌اي واکمني کې پر يو بدترين ځای بدل شوی دی.

که څه هم ټرمپ د دغه لاريونونو پر مهال ايران ته ګواښ کړی وو، که يې لاريونوال ووژل نو نظامي اقدام به وکړي؛ خو دغه پرېکړه يې د هغه ۸۰۰ ايرانيانو د نه اعدامولو په بدل کې واخیسته چې قضايه قوې یې د اعدام په اړه ويلي وو.

ټرمپ ويلي وو، دا يوه ښه پرېکړه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران مذهبي مشر خامنه‌اي ټرمپ د ايران د لاريونونو لامل بللی او هغه ته يې د مجرم خطاب کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب