کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: د عمان سمندرګي کې مو د ايران يوه کارګو بیړۍ درولې ده

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروت سوشيال ليکلي، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د سمندري محاصرې په لړ کې، د ايران پر بيرغ لاندې د دغه هېواد يوه کارګو کښتۍ د عمان سمندرګي کې درولې ده. نوموړي زياته کړې، دغه کښتۍ ۹۰۰ فوټه اوږده او د يوې الوتکې وړونکې بېړۍ په اندازه وزن لري، چې اوس يې کنټرول د امريکا د سمندري ځواک لاس ته و…

2026-04-19 23:44 77۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: د عمان سمندرګي کې مو د ايران يوه کارګو بیړۍ درولې ده

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروت سوشيال ليکلي، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د سمندري محاصرې په لړ کې، د ايران پر بيرغ لاندې د دغه هېواد يوه کارګو کښتۍ د عمان سمندرګي کې درولې ده.

نوموړي زياته کړې، دغه کښتۍ ۹۰۰ فوټه اوږده او د يوې الوتکې وړونکې بېړۍ په اندازه وزن لري، چې اوس يې کنټرول د امريکا د سمندري ځواک لاس ته ورغلی دی.

هغه زياته کړې، دغه کښتۍ د امريکا د خزانې وزارت د بنديزونو په نوملړ کې هم شامله ده.
ټرمپ زياته کړې، ځواکونه به يې وګوري، چې دغه کښتۍ کوم توکي شامل دي.

نوموړی د دغه کښتۍ د درولو خبره داسې مهال کوي، چې ايران په پرلپسې توګه ټينګار کړی، که امريکا سمندري محاصره ماته نه کړي، نو سیمه کې به بيا جګړه پيل شي؛ خو ټرمپ بيا ويلي، پر ايران بنديزونه، سمندري محاصره به په خپل ځای وي او جګړه به هغه مهال پای ته رسيږي، چې ايران غني شوي یورانیم امريکا ته وسپاري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب