کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ د فدرالي ریزرف ګورنره لېزا کوک له دندې ګوښه کړې

کابل کوه نور، ۴ سنبله ۱۴۰۴):د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي ریرزف غړې لېزا کوک له دندې ګوښه کړې، چې له دې کار سره یې د مرکزي بانک پر وړاندې د نوموړي جګړه نور هم توده شوې ده. ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړی، چې د فدرالي ریزرف غړې لیزا له دندې د ګوښه کېدو لپاره خورا ډېر دلیلونه لري. له دندې د لېزا کوک د لري کو…

2025-08-25 23:13 252۲ دقیقې لوستل
ټرمپ د فدرالي ریزرف ګورنره لېزا کوک له دندې ګوښه کړې

کابل کوه نور، ۴ سنبله ۱۴۰۴):
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي ریرزف غړې لېزا کوک له دندې ګوښه کړې، چې له دې کار سره یې د مرکزي بانک پر وړاندې د نوموړي جګړه نور هم توده شوې ده.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړی، چې د فدرالي ریزرف غړې لیزا له دندې د ګوښه کېدو لپاره خورا ډېر دلیلونه لري.

له دندې د لېزا کوک د لري کولو پرېکړه د ولسمشر ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو پر خپاره شوي لیک کې تایئد شوې ده.

د سي ان ان د راپور له مخې، دا په یو سل او یوولس کالونو کې لومړی ځل دی، چې یو ولسمشر د مرکزي بانک یوه کارکوونکې له دندې ګوښه کوي.

د ډونالډ ټرمپ دې بې ساري اقدام د فدرالي ریزرف او ټرمپ ترمنځ شخړه نوره هم جدي کړې؛ خو ټرمپ نیوکه کړې، چې فدرالي ریزرف د سود د کچې کمولو کې ډېر ځنډ کوي.

لېزا کوک په دې وروستیو کې د ټرمپ او د هغه د ادارې د ځینو غړو تر سختو نیوکو لاندې راغلې وه او نوموړې یې د رهنۍ درغلۍ په تور تورنه کړې وه.

بل پلو د امریکا د عدلیې وزارت د دې تورونو د څېړنو خبره کړې، چې د لومړي ځل لپاره د فدرالي کورنۍ د مالیې د ادارې مشر بِل پولیټ لخوا پورته شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب