کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: د مادورو لپاره ترټولو ښه لار د واک پرېښودل دي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، . وينزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو لپاره مناسبه لار دا ده چې واک پریږدي. هغه دغه څرګندونې تېره ورځ خبريالانو ته کړي دي. ټرمپ دغه راز ويلي، اختيار له نيکولاس سره دی، چې واک کې پاتې کيږي او که واک پرېږدي. ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امريکا ساحلي ځواکونو وينزويلا ته روانې د ت…

2025-12-23 01:33 165۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: د مادورو لپاره ترټولو ښه لار د واک پرېښودل دي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، . وينزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو لپاره مناسبه لار دا ده چې واک پریږدي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ خبريالانو ته کړي دي.

ټرمپ دغه راز ويلي، اختيار له نيکولاس سره دی، چې واک کې پاتې کيږي او که واک پرېږدي.

ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امريکا ساحلي ځواکونو وينزويلا ته روانې د تېلو وړونکې کښتۍ هم درولي دي.

هاخوا بيا د امريکا F_35 الوتکو د وينزويلا پر ځينو ټاپو ګانو تمريناتي ګزمې هم کړي دي‌.

دا په داسې حال کې ده چې نيکولاس ويلي، «ټرمپ د دې لپاره چې زمونژ د هېواد د تیلو ذخيري ترلاسه کړي، ما له واک لري کوي، خو دا ناممکنه ده.»

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب