د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نيويارک د نوي ټاکل شوي ښاروال زهران ممداني له بريا وروسته ويلي، له بيا ځل واکمنېدو وروسته یې بشپړ حاکميت درلود، خو د ديموکرات زهران ممداني له بريا وروسته یې يو څه اندازه واک له لاسه ورکړ.
فاکس نيوز د ټرمپ له قوله ليکلي، «نيويارک کې مو لږ واک له لاسه ورکړی، خو اندېښنه مهکوئ، هر څه به سم او ستونزې حل شي.»
زهران ممداني د لومړي مسلمان ديموکرات په توګه د نيويارک ټاکنې ګټلي دي.
نوموړی د جمهوري پال ټرمپ سرسخت مخالف هم دی.
همدې حال کې بيا د امريکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ممداني په بريا خوښي ښودلې او د امريکا له خلکو یې مننه کړې ده.




