کابل (کوه نور ۲۸ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د پاکستان او هند تر منځ یې د یوې بلې احتمالي جګړې مخنیوی کړی او توانېدلی، چې په نړۍ کې لږ تر لږه اته جګړې ودروي.
ترمپ دا څرګندونې د سې شنبې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان، سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
هغه ویلي، چې له دغو جګړو څخه یوه د پاکستان او هند تر منځ وه، چې دواړه ګاونډي هېوادونه د اټومي وسلو لرونکي دي.
د ترمپ پر وینا، د دغه کړکېچ پر مهال واشنګټن د منځګړیتوب رول لوبولی او اوس د دواړو هېوادونو اړیکې «په ښه وضعیت» کې دي.
هغه ټینګار کړی، چې د دې کړکېچونو په حل کې د هغه موخه یواځې او یواځې د خلکو د ژوند ژغورل دي.
ترمپ تر دې مخکې هم ویلي و، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د شخړې په اړه معلومات لري او دې مسئلې ته به رسېدنه وکړي.




