رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو له قوله ويلي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وينزويلا له ولسمشر نيکولاس مادورو سره تيلفوني خبرې کړې او نوموړي ته يې يوه اوونۍ وخت ورکړی، چې له خپل هېواد څخه ووځي.
رويټرز ويلي، دغه تيلفوني اړيکه نږدې ۱۳ ورځې وړاندې شوې چې ورسرم سم ټرمپ له هوایې شرکتونو وغوښتل چې د وينزويلا په اسمان دې الوتکې نهکوي.
سرچینې ويلي، دغه تيلفوني اړيکه ۱۵ دقيقې وه چې وروسته ټرمپ د وينزويلا پر اسمان د الوتنو بندولو امر وکړ.
سپینې لا تروسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.




