کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: د وینزویلا فضایي حریم به د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله په بشپړه توګه وتړل شي

کابل (کوه نور، ۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د وینزویلا پر سر او شاوخوا فضا به په بشپړ ډول تړل کېږي، ځکه، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې ډېرې شوې دي. ټرمپ نن پر خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل لیکلي، چې د وینزویلا هوایې فضا به مکمل ډول د الوتنو پر مخ وتړي. نوموړي لیکلي، له ټولو…

2025-11-29 09:25 140۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: د وینزویلا فضایي حریم به د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله په بشپړه توګه وتړل شي

کابل (کوه نور، ۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د وینزویلا پر سر او شاوخوا فضا به په بشپړ ډول تړل کېږي، ځکه، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې ډېرې شوې دي.

ټرمپ نن پر خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل لیکلي، چې د وینزویلا هوایې فضا به مکمل ډول د الوتنو پر مخ وتړي.

نوموړي لیکلي، له ټولو هوایي شرکتونو، پیلوټانو، مخدره توکو قاچاقبرانو او د انسانانو قاچاق کوونکو څخه هیله کېږي، دا په پام کې ونیسي، چې د وینزویلا پر سر او شاوخوا فضا په بشپړ ډول بنده ده.

باید وویل شي، چې تر اوسه د وینزویلا له لوري د دې څرګندونو په غبرګون کې کوم رسمي دریځ نه دی خپور شوی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب