کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د بګرام هوایې هډه به تر خپل واک لاندې راولي.
ټرمپ پرون برېټانیا کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې د بګرام هوایې هډه بیرته تر لاسه کوي او د دې هډې د ترلاسه کولو دلیل یې د چین اټومي وسلو ته نږدېوالی ښودلی دی.
نوموړي له افغانستانه د امریکایې ځواکونو پر ناڅاپي وتلو هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې بګرام یو د نړۍله لویو هوایې هډو څخه ده او پر وینا یې، چې دوی یاده هډه په وړیا ډول افغان حکومت ته پرېښې ده.
هغه زیاته کړې، د دې هډې د ترلاسه کولو یو اصلي دلیل دا دی، چې دا هډه هغه ځای سره، چې چین پکې خپلې اټومي وسلې جوړوي یوازې یو ساعت واټن لري.
بل پلو د افغانستان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
بګرام هوایې هډه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ۲۰ کلن حضور په موده کې په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو اصلي هډه وه.
باید وویل شي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې ولسمشر ټرمپ د یادې هډې په اړه دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځلې د بګرام هوايې هډې په اړه ورته خبرې کړې دي.




